ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د زرګونو کارګرانو او د کار، تعاون او هوساینې د وزارت د مسئولانو په ټول کې د کارګرانو د ژوند د سوئې د لوړتیالپاره د محسوسیدوکي حرکت د ترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره،دکارګرئ ټولنه، او د دښمنانو له خوځښتونو سره د کارګرانو هوښیاره مقابله وستایله او له کار او هڅې سره د شتمنۍ او عاید د مستقیمې رابطې په باب کلتور سازي،د هیواد او ټولنې حقيقي اړتیا وبلله.
حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خا منه اي له کارګرانو سره د کلنۍ کتنې څخه موخه په ټولنې کې د کارګر د ارزښت رابرسیره کول دي،خو که کارګر نه وي،نو له کار او آثار ئې او د هیواد دپرمختګ او غوړیدا به هیڅ ونه وینئ.پر دې ایساس د کارګر ارزښت،د خلکو د ژوند او د ټولنې د حیات ارزښت دی .
دوي همداراز د کار او ګارګر د اهمیّت درک، د ښه او حقیقي کار د تولید لپاره د هڅې سبب وبالۀ او زیاته ئې کړه ،د ژوند د اداره کولو لپاره کار ته د کارګر اړتیا، کار ته د انسان د روحي اړتیا او دکار احساسیدونکې اغیزې ،د ډول ډول فساد په مخنیونې او له مینځه وړنې کې ئې اغیزې ، او د حقیقي کاروزګار او د کار د تولید لپاره اقدام او د ډيرې پلانونې او پانګونې د اهمیّت نښه ده.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فساد اوه سري اژدها سره دهراړخیزې مبارزې د ضرورت په باب د خبل شل کلن مخکیني فرمان ته په اشارې سره ووئيل، که له هغه وخته ، حکومتونو او مسئولانو اقدام کولئ،نو اوس به مو وضعیّت لاښه ؤ چې هیله مند یوو،حکومت او پارلیمان دغه مبارزه په جدي توګه تعقیب کړي.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي له داخلی مفسد سره د مبارزې د جراءت نه درلودل د بهرنیو دښمنانو سر زروریو سره د مبارزې شجاعت د سلبونې سبب وبالۀ او زیاته ئې کړه،د مثال په توګه که یو مسئول، له بانکي کریډيټونو یا له تجارته د ناوړې استفادې کونکو سره دمقابلې جراءت ونه لرل شي او د بانکونو له سترو پوروړو سره مقابله ونه کړي، نو د امریکا په څير د سرزوري حکومت د غوښتو په وړاندې به هم د مقابلې جراءت ونه لري.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خولې د کارګرانو تعریف کول ښه البته ناکافي وباله او مسئولانو ،ټیکدارانو او پانګوالو ته ئې ئې په خطاب کې ووئيل، د کارګر د ژوند لوړتیا او د کاروزګار په امنیت او د ژوند د خرڅ په پورا کیدا ئې ډاډمنیدا،د کار او دمحصول د کیفیّت د زیاتیدا لامل کیږي . پر دې اساس د کارګرانو د ژوند د لوړتیا لپاره هره هڅه په حقیقت کې د لازیاتې ګټې لپاره پانګونه ده .
دوي همداراز تولید د هیواد دملا تیر او کارګران د تولید د ملاتیر وبلل او وې وئيل، دسږکال د شعار مهمه برخه،یعني د تولید وده ،له کارګرې ټولنې سره اړوندیږي او کارګران په دې زمینې کې د دندو دترسره کولو لپاره باید په انګیزې او ډاډ سره د کار په لور ودنګي.
د کار له عاید څخه عادلانه ویش،یو بل ټکی ؤ چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود ورباندې په ټينګار سره ووئیل،ټيکدار او کارګر هر دواړه یوه بل ته ضرورت لري او د کمیونیسټانوپه اپوټه چې په دروغو او له عمل برته په شعار سره، د کار په اړیکو کې د تضاد او جنګ د فضا په رامینځةکولو پسې وو. هغه څه چې د کار په اړیکو کې د عادلانه ونډې د تامینیدا سبب کیږي، انصاف ، ملګرتیا، یوزړتوب او د خداي پاک د ناظر ګنل دي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې زمینې کې ووئيل، البته په ځينو موردونو کې د پانګې آوزار هم د کارګر د حقوقو د ضائع کیدا سبب کیږي چې باید مخه ئې ونیول شي، ددې په ترڅ کې چې د پانګوال او ټيکدار احتمالی محدودیّتونه هم باید په نظر کې ونیول شي. دوي همداراز د کارګرانود توانمنیو زیاتول یوه دنده وبلله او هغه روایت ته په اشارې سره چې په ؛ کارګر باندې ظلم د ټولو ښو عملونو د نابودۍ او د جنت د بوي د حرام کیدا سبب کیږي، ووئيل،په کارګر ظلم یوازې د حقوقو نه ورکول نه دي ،بلکې د بیمې ، روغتیائي ضرورتونو ، تعلیم ، نوښت ، مهارت پڼځونې ، د کورنۍ دسلامیتیا او د کار روزګار په زمینې ک اقدام نه کول هم په کارګرانو ظلم دی.